لغمان کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د مهترلام ښاروالۍ په دغه ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیایي پروژو چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی.
د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د باختر آژانس ته ویلي، دغه پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې پلې شوې، چې په کې د یوه فرعي سړک جوړول، د کابل ـ جلال آباد عمومي هډې لپاره دېوال جوړول، او د موټرو د تم ځای لپاره د سایبان جوړول شاملې دي.
ورته مهال د یاد ولایت مسافرین او موټر چلونکوونکي د ښاروالۍ له هڅږ هرکلی کړی او وایي چې په هډه کې د سایبان، سړک، او احاطوي دیوال په جوړېدو سره ورته ګڼ اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته