خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د تلې ۱۰ مه، باختر

د لغمان ولایت په مرکز ګلارام سیمه کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس شیرجان راشیدي د باخترآژانس خبریال ته  ویلي، چې د یاد ولایت په مرکز ګلارام سیمه کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۴ میلیون ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او په راتلونکې کې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته