کابل د تلې ۲۴مه، باختر
د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه کانال د کیندلو چارې پیل شوې دي.
د لغمان د سیندیزې حوزې رییس مولوي شېرجان راشیدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه کانال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند شختري سیمه کې د ۷ کیلومترو په اوږدوالي د ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې جوړېږي، چې په مرسته به یې ۴۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
د سیمې کروندګر بیا وايي چې د دغه کانال په جوړېدو سره به د کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه حل او د دوی اقتصادي وضعیت به لا ښه شي.