خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل د چنګاښ ۲۱ مه، باختر 

د لغمان په علینګار ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پيل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت د علینګار ولسوالۍ په راجايي سيمه کې د راستنېدونکو نړيوالې موسسې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډیم د جوړولو چارې پيل شوي، چې ۴۰ تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد چکډېم په جوړېدو خوښي څرګندوي او له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته