لغمان کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

کابل د لړم۳۰مه، باختر
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په کشموند لرې پرته سیمه کې د ۸۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سمیع الله عابد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه روغتیايي مرکز د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوېږي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په روغتیايي برخې کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه روغتیايي مرکز کې د سیمې لسګونه تنو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
باید وویل شي چې د یاد مرکز په جوړېدو سره به د کشموند د سیمې اوسېدونکو روغتیایي ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته