لغمان کې د یوه جومات د جوړېدو چارې بشپړې شوې
کابل، د لیندۍ ۱۷مه، باختر
په لغمان ولایت کې د یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او نن د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې یاد جومات د دولت شاه ولسوالۍ د لمبړۍ کلي په سیمه کې د سیمهییزو خلکو او یو خیریه بنسټ په مالي ملاتړ په درې میاشتو کې جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۴۰۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د لمانځه سربېره په دې جومات کې د سیمې ماشومانو ته د دیني زدهکړو لپاره اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.