لغمان کې د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ چکډېمونه جوړشوي

کابل، د لیندۍ ۲۴ مه، باختر
د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیموکې له وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې د څه باندې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړشوي دي.
د لغمان د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد باخترآژانس ته ویلي، چې یواځې د مرکز اړوند کرنج سیمه کې یو لوی او ۱۵۰ وړو چکډېمونو د رغولو چارې پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

Ps2024121415 1
په ورته وخت کې د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول انجنیر عبدالله عابد وویل، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه تراوسه پورې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د اسلامي امارت او موسسو په مالي ملاتړ د ۴۶ میلیونه ۶۸۰۰۰ افغانیو په لګښت ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ شوي چې په کې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په ۵ نورو ولسوالیو کې د اسلامي امارت په مالي ملاتړ یو یو چکډېم هم جوړ شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته