کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د فراشغان درې د کارک سیمې خلکو د وروستیو اورښتونو له کبله د ویجاړو شويو سړکونو د بیا رغولو په هدف اشر پیل کړی.
د باختر اژانس د خبر له مخې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ فراشغان درې د کارک سیمې اوسېدونکو د یو عمومي اشر له لارې د خپل کلي د سېلابونو له امله د وېجاړ شوي څه باندې ۵ کیلومټره سړک د بیا رغولو چارې پیل کړې دي.
د یادونې وړده، چې په راتلوونکو ورځو کې به د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د دهن وزیر، میدان وزیر، پسکام، قلعه نو او سرخنو کلیو ویجاړ شوي سړکونه هم ورغول شي.