خبرونهورزش

لغمان کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د رهین لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې 

کابل، د غوايي ۲۶ مه، باختر

د لغمان د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د والیبال فدراسیون او د میا صاحب د ځوانانو له لوري په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رهین لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.

د مسوولینو په خبره رهین لوبډله وتوانېده چې د انجیل کلا لوبډلې ته ۳- ۱ په توپير ماتې ورکړي او اتلولي خپل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو موخه ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول ښودل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته