خبرونهټولنه

لغمان کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر 

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند ګنداب کلي کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه  او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د قرغیو ولسوالۍ اړوند ګنداب کلي اوسېدونکو ته د یونیسف په مالي ملاتړ د پاکو اوبو رسولو یوه سولري شبکه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات سربېره  ۳۷۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې.

ورته مهال بیا د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد ظاهر زرکمر وویل، چې یاده شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې د ۳۳ سولري تختو په وسیله ۱۳۰ وړو شبکو ته اوبه رسوي چې ۳۷۰ کورنۍ ترې برخمنې کېږي.

د کلي خلکو وویل چې مخکې له دې د پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ و، خو اوس یې ستونزې حل شوې، هغه همداراز وویل چې د پُل په جوړېدو او نورو برخو کې هم باید ورسره همکاري وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته