لغمان کې د صنعتي ښارګوټي لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوه

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د لغمان ولایت ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د صنعتي ښارګوټي لپاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
په لغمان ولایت کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړې فرمان له مخې د صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره د ځمکې د ټاکلو په موخه کمېټه جوړه او د قرغیو ولسوالۍ په خیر خېلو ګردي کڅ سیمه کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې او تثبیت شوې ده.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، د دې اقدام موخه صنعتکارانو ته د کار زمینې برابرول او د اقتصادي اسانتیاوو زیاتول دي.
د یادونې وړ ده چې د ځمکې کروکي، بیه ټاکنه او اړوند نور اجرات کابل اړوند ادارو ته استول شوي، ترڅو رسمي چارې یې بشپړې شي.