خبرونهفرهنګټولنه

لغمان کې د «سمسور لغمان» پسرلنۍ دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره وشوه

کابل، د غویي ۳۱ مه، باختر
د لغمان د مرکز مهترلام په سراج تاریخي کلا کې د «سمسور لغمان» پسرلنۍ دودیزه کلنۍ مشاعره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت او د روشن مخابراتي شرکت په مالي لګښت ترسره شوه.
په دغه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي له ولایتي ادارې او روشن مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه، چې له دوی سره د امنیت، نظم او مالي برخو کې همکاري وکړه.
ورته مهال د لغمان والي مولوي شېراحمد حقاني د داسې مشاعرو جوړول ډېر مهم وبلل او د اسلام په رڼا کې یې د شعر په اهمیت او ځانګړنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: (( داسې شعر باید ولیکو چې د اسلام، ټولنې او خلکو په ګټه وي، حسن او ښه شعر باید ولیکو، شعرونو کې باید د مسلمانانو د وحدت، ورورولۍ او یووالي لپاره الفاظ راوړو، د اختلافي شعرونو له لیکلو باید ځانونه وساتو.))
بل لوري ته په ختیځ زون کې د روشن مخابراتي شرکت رییس عبدالباسط نبیل وویل چې تل هڅه کوي په داسې برنامو کې د خپلو خلکو او حکومت سره همکار پاتې شي.
مشاعرې ته راغلو ګډونوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې د ځوانانو د همغږۍ یووالي او مثبتو فکرونو د انتقال لپاره پر داسې برنامو کار کوي.
وروسته په وار سره له بېلابېلو سیمو څخه راغلو شاعرانو د غزل او ترنم په ژبه د نظام د ملاتړ، دفاع او ټولنې د پرمختګ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې شعرونه وویل.
همدارنګه د مشاعرې سره جوخت د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو نندارتونو او د هنرونو د ښکلا ښودولو په موخه هنري نندارتون هم جوړ شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته