خبرونهټولنه

لغمان کې د دیوال چپه کېدو پېښه کې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز مهترلام کې د یوه کور د دېوال پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې پېښه د شپې دولس نیمې بجې د یاد ولایت د مرکز مهترلام په یونس چوک سیمه کې رامنځته شوې ده، چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۳ غړي مړه او ۴ نورټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان پروخت ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړده، چې د یادې کورنۍ له پاټي غړو سره به پروخت مرسته هم وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته