کابل، د تلې ۱۵مه، باختر
په لغمان او کونړ ولایتونو کې په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله او ښتنې ده.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند یونس یوسفزي باختر آژانس ته ويلي، چې دغه پېښه د کابل_ جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند محمد علي کڅ سیمه کې د کرولا، بکسه او فیلډر ډوله موټرو د ټکر په پایله کې د یو ماشوم په ګډون ۵ تنه ټپیان او یو بل مړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ټپیان د درملنې په موخه د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي دي.
ورته وخت کې د کونړ د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي رییس قاري ثابت الله صدیقي وايي چې د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ په برڅاګي سیمه کې د یوه ډاټسن ډوله موټر د چپه کېدو له امله د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښو د رامنځته کېدو لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.