لغمان؛ په الینګار ولسوالۍ کې د ۳۰۷ کورنیو ترمنځ دښمني او شخړې حل شوې دي

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر
د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې مهاله د ۳۰۷ کورنیو ترمنځ اوږدمهاله او لنډمهاله دښمني او شخړې هوارې شوې دي.
د یاد ولایت د علماوو مرکزي شورا رییس مولوي عبدالباقي مظهري باختر اژانس ته وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو په الینګار ولسوالۍ کې د محلي ادارو، قومي مشرانو او عالمانو په همکارۍ دغه ستونزې په بریالیتوب سره حل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د وروستۍ پېښې په ترڅ کې د الینګار ولسوالۍ اړوند سلینګار سیمې دوه کورنۍ، “ملک محمد شاه” او “ډاکټر میرافغان”، چې له کلونو راهیسې په خپلمنځي دښمنۍ ښکېلې وې، خو د علماوو د شورا او قومي مشرانو په هڅو دغې دښمنۍ ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.
د یادونې وړه ده ، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې دې ته ورته سلګونه لویې او وړې شخړې حل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته