لغمان؛ ولایتي روغتون کې د (ای.سي.یو) څانګې ته ودانۍ جوړېږي

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د لغمان په ولایتي روغتون کې د بېړنو خدماتو ( ای. سي. یو) څانګې ته د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیمع الله عابد باختر اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې د ۲۴ خونو په درلودلو سره د درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.
د مهترلام اوسېدونکي د دې څانګې د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې له دې سره به د دوی روغتیايي ستونزې حل شي.
د سیمې اوسېدونکي بیا وایي، چې مخکې به بېړني ناروغان نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدول کېدل، خو د یادې څانګې په جوړېدو سره به د بېړنیو ناروغانو درملنه همدلته وشي.