لغمان؛ د ۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت سل مېګا واټه لمریزه برېښنا جوړېږي
کابل، د لیندۍ ۱۹ مه، باختر
لغمان ولایت کې د ۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت د ختيځ زون لپاره ۱۰۰ مېګا واټه لمریزه برېښانا جوړېږي.
یاد ولایت ته د اوبو او انرژۍ وزارت استول شوي پلاوي انجنیرادریس باخترآژانس ته ویلي، چې د یادې پروژې لومړۍ سروې ترسره شوې او د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۸۰ میلیونه ډالرو په لګښت سره به د ختیخ زون د ولایتونو لپاره به ۱۰۰ میګا واټه برېښنا جوړه شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې لپاره د مهترلام بابا دښته کې ځای هم ټاکل شوی دی.