لغمان؛ د ښار د ښکلا او بوټو ساتنې په موخه حفاظتي کټارې لګول کېږي

کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د مهترلام ښاروالۍ مسولین وایي، چې د ښار د ښکلا او بوټو د ساتنې په موخه یې د مهترلام ښار د سړکونو په څنډو کې د فلزي کټارو د لګولو چارې پیل کړې دي.
وایي د دغې پروژې په لومړۍ برخه کې له ولایت مقام څخه تر مستوفیت پورې د ښکلا او بوټو د ساتنې په موخه د یو میلیون او ۳۹۴ زره افغانیو په لګښت فلزي کټارې ولګول شوې.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د مهترلام اوسېدونکي د ښاروالۍ د دغه اقدام ستاینه وکړه او وايي چې د کټارو په لګولو سره ګلان، ونې او بوټي له څارویو ژغورل کېږي او د یاد ښار ښکلا او سمسورتیا ساتل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته