لغمان؛ د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې

کابل د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د لغمان ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس مولوي شېر محمد راشیدي باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د اې. بي. اېم. موسسې په همکارۍ د ۹ میلیونه ۳۶ زره ۳۷۸ افغانیو په لګښت د یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده پروژه ۲۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پراخوالی لري، چې پر مټ به یې ۹۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي، چې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې پروژې په پلې کېدو خوښي ښودلې او وایي، چې د دغې پروژې په پلې کېدو سره به ورته د کار زمینه برابره او د کرنې په برخه کې یې د اوبو شته ستونزې حل شي.