لغمان؛ د ولایتي روغتون لپاره د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای جوړ شو

کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لخوا په درېیمه ناحیه کې د ولایتي روغتون ترڅنګ د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تم ځای ( پارکینګ) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه تم ځای په ۲۶۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې د ۱۵۰ موټرو د ځایولو وړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د رغولو او بیا رغولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته