لغمان؛ د مهترلام ښاروالۍ په عواید کې د تېرکال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د مهترلام ښاروالۍ مسوولین د یادې ادارې په عوایدو کې د تېرکال په پرتله د ۴۰ سلنه ډېروالي خبر ورکوي.
مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د یادې ادارې د درېیمې ربعې د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې سږکال یې په ۹ میاشتو کې له ۱۷ بېلابېلو سرچینو څخه ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د تېرکال په ۱۲ میاشتو کې یواځې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو چې سږ کال ۴۰ سلنه ډېروالی ښیي.
هغه وویل د عوایدو د زیاتوالي لامل ښه حکومتولي او له فساد څخه د ادارې پاکوالی دی.
بل لور ته د ښاروالۍ د سکتوري برخې انجنیر ذاهدالله کڼوال وایي په همدې موده کې یې د ښار په مختلفو برخو کې د بیا رغونې کارونه ترسره کړي او پر یوشمیر نورو کار روان دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته