لغمان؛ الینګار کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د لیندۍ ۲۰ مه، باختر
د لغمان د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په الینګارولسوالۍ کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د بیا رغولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام الرحمن بلال باخترآژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ په لوکاړ سیمه کې د داکار موسسې په مالي ملاتړ د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۲ شبکو د بیا رغولو چارې پیل شوي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا په یاده پروژه کې د اوبو رسولو د ۲ شبکو بیا رغونه، د ۳۴ تشنابونو جوړول، د ۳۱۰ روغتیايي کڅوړو وېش شامل دی.
د یادونې وړده، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به ۱۰۷۱ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته