امنیت

لس ډار اچوونکي په نورستان کې ووژل شول

٣٦- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر لس ډار اچوونکي په نورستان کې د پوځیانو په برید کې ووژل شول. دغه ډار اچوونکي نن سهار کله چې غوښتل په کامدېش ولسوالی کې د پرځیانو د سپرلۍ پر کاروان برید وکړي؛ د پوځیانو په ډزو کې ووژل شول. د هېواد په ختیځ کې یوه سرحدي جکپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې دغه ډار اچوونکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو او د پوځیانو د سپرلۍ پر کاروان يې د برید نیت درلود. هغه د پوځيانو په برید کې د لسو ډار اچوونکو وژل کېدل تایید کړل. له دغو ډار اچوونکو څخه څو جنګي وسایل او موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته