لس ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
په فارياب ولايت کې  لس ټولګټې پروژې  ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
د فارياب ولايت  په  خواجه سبز پوش او شرين تګاب ولسواليو کې  پرون  د څه دپاسه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت لس ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوي.
دفارياب ولايت  دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست د پروګرامونو آمر دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دغو پروژو کې  د استنادي  ديوالونه، داوبوکانالونه ، پلونه او پلګوټي او د سړک جوړول شامل دي   چې داسيايي بانک له خوا دڅه دپاسه ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  دکليودبيا دجوړولو اوپراختيا وزارت  دسيمه ييزو پروګرامونو له خوا  عملي  او دپرمختيايي شوراګانوله خوا تطبيق  شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې ددغو پروژو   دعملي کولو  موخه ځوانانوته  دکار دزمينو برابرول  دي.
دا په  داسې حال  کې ده  چې پرون   هم په ميمنې  ښارکې  دتاش ګذر د نجونو دشپږ ټولګيز ښوونځي دبنسټ ډبره  ديولړ مراسمو په ترڅ کې کيښودل  شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته