امنیت

لس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابلباخترد چنګاښ ٣١ مه
لس وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان د غزني د ده يک ولسوالۍ د ميترګدول او د اندړو ولسوالۍ په نظرخان کليو کې په هوايي بريدونوکې ووژل شول.
نوري زياته کړه چې په بريدونوکې څلور وسله وال طالبان ټپيان شول او يو سراچه ډوله موټر، څلور ماينونه او د دښمن څو وسلې ويجاړې شوې.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته