امنیت

لس طالبان په کاپيسا کې ووژل شول .

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
لس وسله وال طالبان پرون په کاپيسا ولايت کې   له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
دکاپيسا ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند محمد شايق شورش باختراژانس ته وويل چې دغو وسله  والو طالبانو ددغه ولايت دنجراب ولسوالۍ  په امنيتي پوستو  برېدونه وکړل چې دامنيتي ځواکونو  دمقاومت په نتيجه  کې لس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول  او پنځلس نور يې ټپيان شول .
په دې جګړه کې دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان هم  په برسيرن ډول  ټپى شوى دى .   شورش زياته کړه چې دغه جګړه اوس  هم دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته