لس طالبان په سمنګانوکې د پوځيانو په عملیاتوکې ووژل شول
کابل / د غبرګولي ۱۵ / باختر
امنیتي او دفاعي ځواکونوپه سمنګانوکې ۱۰ وسله وال طالبان په یولړعملیاتوکې ووژل .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باخترآژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د امنیتي او دفاعي ځواکونوپه هغو عملیاتوکې چې د سمنګانو د روی دوآب ولسوالۍ په رویي کلي کې ترسره شول ووژل شول.
رضايي زیاته کړه چې د دغو عملیاتوپه پایله کې ۳ نورطالبان ټپیان او ۵ مړي له یوې اندازې جنګي وسایلوسره د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
پای-ع