خبرونهامنیت

لس طالبان په بغلان کې ووژل شول

٣٧- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
پنځه وسله وال طالبان تېره شپه د سمنګانو او بغلان ترمنځ په حدبخشي ساحه کې ووژل شول اوڅلور نور يې ټپيان شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويدبشارت د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د سمنګانو او بغلان ترمنځ په حدبخشي ساحه کې د امنيتي ځواکونو پرپوستو د بريد په وخت کې ووژل شول.
هغه وويل چې په دې نښته کې دوه پوځيان شهيدان او دوه نور ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې، په هغې جګړه کې چې تېره شپه د وسله والو طالبانو او د وګړنيز پاڅون د پوليسو ترمنځ د مرکزي بغلان په لقي کلي کې ونښته پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او اته نور يې ټپيان شول.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په دې نښته کې د وګړنيز پاڅون کوونکو دوه پوليسان شهيدان شول او يوبل يې ټپي شو.
ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته