امنیت

لس تنه ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر د وږي لسمه د طالبانوپه ډلې پورې اړوند١٠ تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې دکوماندو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو نن سهار د دغه ولايت په بېلابېلو سيموکې له دې جملې څخه د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښار په لويه لاره کې بريد وشو . د اتل قول اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د کوماندو ځواکونو په دغو بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې د روزګان ولايت په مربوطاتوکې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت وو، پرې بريدونه وشول . ويل کيږي په دغو بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته