کابل باختر د زمري ديارلسمه :
دميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې پرون دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
دخاصو عملياتو دفرقې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې دشاه کابل ، کريم داد ، مارخانې ، او دخنجان خيلو دکليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول . په وژل شويو کسانوکې دملا نقيب الله په نوم دطالبانو د ډلې يوتن سرګروپ دوه تنه وزيرستاني اتباع هم شامل دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ