لس تنه په پروان ولايت کې د تروريستي اعمالو په جرم په جزا محکوم شول
کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٩ :
په پروان ولايت کې نن لس تنه د ابتدائيه محکمې له خوا په تروريستي عملونو
کې دلاس لرلو په تور په جزا محکوم شول.
د پروان ولايت دابتدائيه محکمې دعامه امنيت د ديوان رييس قضاوتيار محمدحسين قاضي زاده دباخترآژانس خبريال ته وويل : په هغې قضايي غونډه کې چې دقضايي هيئت په ګډون جوړه شوه دتورنوکسانو نسبتي دوسيې وڅيړل شوې چې له امله يې لس تنه ددولت دوسله والو مخالفينو په ډلو کې د غړيتوب ، د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په جرم له يو کال او يوه مياشتې څخه تر شپاړلسو کلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شول.