امنیت

لس تنه په تنفيذي بندمحکوم شول

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د پروان ولايت د استيناف محکمې په علني غونډه کې لس تنه د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور له دريوکلونوڅخه تر شلوکلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شول.
د پروان ولايت د استيناف محکمې دعامه امنيت د ديوان رييس قضاوتمند حيات الله حقجو باخترآژانس ته وويل: د هغوڅيړنو په پام کې نيولوسره چې دتورنوکسانو په نسبتي دوسيوکې ترسره شوې؛ له امله يې لس تنه د دولت د وسله والو مخالفينو په ډلوکې د غړيتوب د تروريستي او ورانکارو عملونو د ترسره کولو په جرم له دريو  کلونوڅخه تر شلو کلونو پورې په تنفيذي بند محکوم شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته