امنیت

لس تنه وسله وال ياغيان ووژل شول

کابل باختر د  وږي   دولسمه
دامنيتي ځواکونو  د چاڼيزو عملياتو په  بهير کې لس تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو د تخار، کندز ، ارزګان ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ  تصفيوي عمليات  ترسره کړل  چې له امله يې لس تنه  وسله وال  ياغي طالبان ووژل شول  يو تن ټپي  او دوه ديرش تنه نور  وسله وال ياغيان ونيول شول .
  دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې  لس ميله  ډول ډول وسلې يوه پيکا ددرندو وسلو  دوه سوه پنځلس  ګولۍ  ،  دسپکو وسلو  پنځه سوه پنځوس ګولۍ، څلور مخابري ، لس ماينونه ، لس لاسي  بمونه ، پنځه نوي   ګيلوګرامه چاوديدونکي توکي او  يوه اندازه نور پوځي  تجهيزات او وسايل او دوه موټرسايکلونه هم  په عملياتو کې دشاملو  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ديوبل خبر له مخې  دپوليسو   ځواکونو  پرون  دبغلان  ، کندز او هرات دولايتونو  په مربوطاتو کې  دګزمي په وخت کې  درې ماينونه چې  دوسله والو مخالفينو له خوا دتروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو  لپاره  ځاى پرځاى شوي و   کشف او شنډ  کړل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته