کابل-باخترد وږي دمياشتې ٨ :
دامنيتي ځواکونو ديولړعملياتو په بهيرکې لس تنه وسله وال ياغيان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان شول او اوولس تنه نوريې ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دملي پوليسو ځواکونو له وسله والو مخالفينو څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دکونړ، کندز، قندهار ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، پکتيکا، هلمنداو دنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل اوله امله يې لس تنه ياغيان ووژل شول دوه تنه ټپيان او اوولس تنه نوريې ونيول شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهيرکې له پنځلسو شارژورونو سره يې ددښمن شپږکلاشينکوفونه و يوه پيکا، د درندو وسلو دوه ويشت ګولۍ ، دوه لاسي بمونه ، پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت چې دلاسي بمونو په جوړولو کې کارول کيږي دوه کيلوګرامه نشه يي توکې، يوموټر اوڅلور موټرسايکلونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې، دملي پوليسو منسوبينو پرون دګزمې په بهيرکې اووه ماينونه چې ياغيانو دتروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو په خاطر دننګرهار اوهرات د ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي وو، کشف اوشنډکړل.
3 1 دقیقه لوستل