امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :

دهيواد په ځينوولايتونو  کې پرون دملي پوليسو دځواکونو په بيلابيلو

تصفيوي عملياتو کې   ددولت لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر خبرورکړ دملي پوليسو ځواکونو دملي اردو ، ملي امنيت ا ودايتلاف دځواکونو په همکاري  دکندهار ،هلمند او پکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې  اته مورده  گډتصفيوي عمليات ترسره کړل  چې له امله يي  لس تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول اويوتن بل يي ټپي شو  اوڅوارلس تنه نوريي نيول  شوي دي .

دخبرځاى دڅرگندونوله مخي   په دغو عملياتو کې  زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل اوچاوديدونکي توکي هم دملي پوليسو  دځواکونو لاسته ورغلي دي.

په همدي  حال کې دبغلان ولايت پوليسو دوه تنه تروريستان له دوو ماينونو اويو کلاشينکوف سره ونيول   چې غوښتل يي يوتروريستي عمل ترسره کړي.

نيول شوي کسانو په لومړيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړي دي چې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو  او دماينونو په ايښودولو کي يي فعاله ونډه لرله .

دملي پوليسو منسوبينو پرون دکونړ ، لغمان ، تخار  اوهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې پنځه ماينونه چې  دمخالفينو له  اخوا ايښودل شوي و کشف اوښنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته