امنیت

لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
لس تنه وسله وال مخالفين دملي اردو دځواکونو په يو لړ چاڼيزو عملياتو کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي  دفتردباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ  دغه عمليات دقندهار ، پروان ، هلمند ،  ننګرهار او دلغمان ولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره شول چې له امله يې لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يوشمير ټپيان شول او دملاحسن په نامه ديوه قوماندان په ګډون  څلور تنه نور وسله وال مخالفين ونيول شول او يوه اندازه وسلې او دوسلو مهمات او وسايط ترلاسه شوي دي او دولس ماينونه  کشف اوشنډ شوي دي .
دغه راز  په واټ کې دماين  دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته