کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې يوه جنګي الوتکه د لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو په مرکز بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه بريد له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسله والو طالبانو ستر مرکز له منځه تللى دى .
ددغې ډلې درې تنه قوماندانان هم دپيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
ويل کيږي چې په دغه هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې په يوې امنيتي پوستې دطالبانو بريد شنډ کړ .
يرغلګرو نن سهار په موسي قلعه ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ . دهلمند پوليس وايي چې يرغلګرو دپوځيانوپه ډزو سره يوله بل پسې ووژل شول . ويل کيږي چې په دې بريد کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل