امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په هلمند او فراه کې په جلاجلا عملياتوکې ووژل شول

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٦
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند ولايت کې د ملي دفاع وزارت د کوماندو د ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په ترڅ کې ووژل شول.
دغه عمليات دهلمند ولايت په ګرشک ولوسالۍ کې ترسره شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دغو عملياتوکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يو شمېر نورطالبان ټپيان او يوه اندازه وسلې، مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: درې تنه وسله وال طالبان د فراه ولايت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول.
په يوبل خبرکې ويل شوې ده: د هيواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې دوسايطو ضد ٣٧ ماينونه کشف او شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته