امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره  شپه د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل        چې په دې بريدکې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې پرې    بريد وشو.
د يوبل خبرله مخې:
دوه تنه وسله وال طالبان په  ننګرهار ولايت کې د ملي امنيت  د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د خوږياڼيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې د ملي امنيت د ځانګړو  ځواکونو په دغو عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل  کيږي په دغو عملياتوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته