امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
لس تنه وسله وال طالبان پرون په لوګر  ولايت کې ووژل شول .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي  دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ دزرغون ښار په کلي کې  دافغان  امنيتي ځواکونو دهوايي  قوتونو په ملاتړ عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ددغې ډلې په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند وويل په دغو عملياتو کې چې پرون سهار پيل شول او دوسله والو طالبانو له شتون څخه دزرغون ښار تر بشپړ پاکولو  پورې دوام لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته