امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
لس تنه وسله وال طالبان  په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه او نن سهار دميانشين او دشاه ولي کوټ په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې دطالبانو ديو سيمه ئيز قوماندان په ګډون لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبان ډار اچوونکو فعاليتونو ته چمتو کيدل چې پرې بريدونه وشول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه
  امنيتي ځواکونو نن سهار دقندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو  څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته