امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر د لړم  دولسمه :
لس تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د فارياب يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نښته تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د دولت آباد ولسوالۍ په مرکز کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي د نښتې په بهيرکې درې تنه پوځيان شهيدان او درې تنه نوريې ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته