امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په خوست کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دويمه :
لس تنه وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  چې پرون په خوست ولايت کې ترسره شول ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو  د ډار اچوونکو او تروريستانو دله منځه وړلو په مقصد  دخوست ولايت دعلي شيرور ولسوالۍ دببرک تاڼې په ساحه کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز  د دغو عملياتو په بهير کې  يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې، څلور تنه ماين ښخوونکي طالبان کله چې د هلمند ولايت دنوزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماين جوړولو بوخت و دملي اردو دځواکونودچاڼيزو عملياتوپه بهير کې دماين جوړولو له تجهيزاتو سره ونيول شول ،.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته