لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
کابل باختر د ثور لومړي :
دکورنيو چارووزارت خبر ځايونه وايي چې لس تنه وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دوسله والو مخالفينو دنيولو اوځپلو په خاطر دکاپيسا ، زابل ، کندز او دپکتيکا دولايتونوپه مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول يوتن ټپي شو او درې تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن شپږ کلاشينکوفونه ، ددوه اتيا ملي متري توپ يو سلو پنځوس ګولۍ ، دوه مخابرې ، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او څلور موټرسايکلونه په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .؛