امنیت

لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
دکونړولايت  په غازي آباد ولسوالۍ کې تيره شپه   دوسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته کې١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکونړولايت  امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دامنيتي  ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې  وسله والو طالبانو  دغازي آبادولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليسو په پوستو دډله ييز بريد نيت درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې  په دې نښته کې١٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ٥ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دده دڅرګندونوله مخې :  ددغې نښتې په بهيرکې  دملي اردو  يو سرتيرى  او  يوپوليس هم ټپيان شوي دي   او دسيمه ييزو پوليسو يو سرګروپ شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته