امنیت

لس تنه وسله وال طالبان دپکتيکا ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لومړۍ
لس تنه وسله وال طالبان پرون په پکتيکا ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو د پکتيکا ولايت د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه درانده مهمات او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: يو وسله وال طالب دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شو او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته