امنیت

لس تنه وسله وال طالبان دپروان په سياه ګرد کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
دپروان ولايت دسياه ګرد په ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دپروان ولايت  وياند وحيد صديقي په يوه خبري کنفرانس کې رسنيو ته وويل دغه عمليات دسياه ګرد ولسوالۍ په فرح کرد دره کې  هغه وخت ترسره  شول چې يوې ډلې طالبانو دامنيتي ځواکونو په کاروان وسله وال بريد وکړ چې  دنښتې له امله  دطالبانو دډلې لس تنه غړي ووژل شول چې ددغې ډلې داوو تنو مړي پيژندل شوي او دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
صديقي زياته کړه چې په دې نښته کې يوشمير وسله وال طالبان ټپيان شوي دي  خو امنيتي  ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى .
ده څرګنده  کړه چې دغه  راز دپروان ولايت په مرکز کې د امنيتي ځواکونو په جلا عملياتو کې  دملا حنيف  په نامه  دطالبانو دډلې يو قوماندان وژل شوى  ، يوتن ټپي او درې تنه  نور يې نيول شوي دي .
ويل کيږي چې له ناتو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونوپه سپارلو سره دلازيات  امنيت دتامينولو په خاطر  په پروان ولايت کې دافغان ځواکونو فعاليتونو زوراخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته