امنیت

لس تنه وسله وال طالبان او درې تنه افغان ځواکونه دنښتې په بهير کې ووژل شول

کابل باختر د وري  پنځلسمه

په کونړ  ولايت کې  ديوې نښتې له امله لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .

  په دې درې ساعته نښته کې دسرحدي پوليسو درې تنه ځواکونه هم ووژل شول او څلور تنه نور يي ټپيان شوي دي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې دغه نښته له هغه وروسته  وشوه چې دطالبانو  يوي وسله والي  ډلې دغازي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دسرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .

  په ختيځ زون کې  دسرحدي پوليسو ويندوى  ادريس مومند باختر اژانس ته وويل په دې نښته کې لس تنه وسله وال طالبان  او درې تنه پوليس ووژل شول او څلور تنه پوليسان ټپيان شوي دي .

  ده زياته کړه ددغي  نښتې  په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو  يو سيمه ئيز قوماندان هم  شامل دي .

 دکونړ ولايت دافغانستان په ختيځ  کې  له پاکستان سره  اوږده  پوله لري   او تل دوسله والو طالبانو  له هغي جملي  څخه  دپاکستاني طالبانو  دفعاليتونو شاهد دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته