امنیت

لس تنه وسله وال طالبانو په کندزکې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
لس تنه وسله وال طالبان د کندز ولايت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغوعملياتوکې چې له څلورو ورځو راپه دې خوا پيل شوي دي؛ تراوسه پورې شپږ تنه نورطالبان ټپيان شوي دي .
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د کندز ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت د آمر عبادالله تلوار تر قوماندې لاندې د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي دي چې تراوسه پورې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور طالبان ټپيان شوي دي .
ويل کيږي دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د دشت ارچي ولسوالۍ ترپاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته