کابل / دليندې ٣مه / باختر :
لس وسله وال طالبان تېره شپه په کندز کې ووژل شول .
دکندز امنيه قوماندان جنرال عبدالرشيد بشير باختراژانس ته وويل چې دغو وسله والو طالبانو ددغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دفاعي او امنيتي ځواکونو دبريد په بهير کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې په دغې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان دعبيده مرستيال مولوي مبشر هم شامل دى .
دکندز امنيه قوماندان زياته کړه: په دې نښته کې اووه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او نور طالبان له ساحې څخه وتښتېدل .
هغه وويل: په دې پېښه کې دغه راز دوه تنه سرتيري شهيدان ، درې نور سرتيري ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې ، دهغو عملياتو په بهير کې چې درې ورځې مخکې دکندز ښار ته څېرمه پيل شوي دي اته وسله وال طالبان وژل شوي او درې وسله وال طالبان ټپيان شوي دي او ددښمن يوموټر ويحاړ کړى شوى دى .
ختم_ ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل